۰
یونیسف:

که افغانستان ته مرستې ونه رسېږي زرګونه ماشومان به مړ شي

دوشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبرداری ورکړي، چې که افغانستان ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، زرګونه ماشومان به د خوار ځواکۍ له امله مړه شي.
که افغانستان ته مرستې ونه رسېږي زرګونه ماشومان به مړ شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبرداری ورکړي، چې که افغانستان ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، زرګونه ماشومان به د خوار ځواکۍ له امله مړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د یونېسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین نن دوشنبې د غبرګولي ۲۳ مه په ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

مېرمن ګالوین ټینګار کړی، چې که چېرې دغه هېواد ته پر خپل وخت مرستې ونه رسېږي، نو زرګونه ماشومان به د خوراځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړې ویلي، چې دوی تر اوسه پورې افغانستان کې په افغانستان کې یې تر ۴۰زره ۷۰۰ زیاتو ماشومانو ته د درملوونکو خوړو امکان برابر کړی دی.

په افغانستان کې د یونېسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین  چې دوی تر اوسه پورې همدې شمېر ماشومانو ته غذايي مواد په اپرېل میاشت کې وېشلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي