۰

افغان حکومت: ایرن افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي

چهارشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له ایران نه غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
افغان حکومت: ایرن افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له ایران نه غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه پرون د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي او کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي په ناسته کې مطرح شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا وايي، ښاغلي ستانکزي پرون د مرتضوي سره ولیدل او دواړو لورو د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، له ایران نه وغوښتل شول چې په هغه هېواد کې دې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو په ګډون هغوی ته اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وړمه ورځ وویل چې په دې وروستیو کې ایران له خپلې خاورې د افغانانو د په زوره ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

یوازې په تېرو څو ورځو کې تر پنځو زرو افغانان له ایران څخه راایتسل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړي، هر هغه افغان چې قانوني اسناد ونه لري له ایران څخه به و ایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي