د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان حکومت د جوزجان ولایت د قشقري سیمې د ګازو او نفتو د استخراج تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت او اکسوس چینايي کمپنۍ تر منځ دغه تړون پرون یکشنبې د زمري ۹ مه لاسلیک شوی دی.
د مالیې وزرات په ویه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوزجان ولایت د قشقري سیمې د ګاز او نفتو د استخراج قرار داد د اکسوس په نوم یو چنايي کمپنۍ ته وسپارل شو.
سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چنایي شرکت د۲۰ سلنه شراکت په کولو سره لاسلیک شوه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چنایي شرکت د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ملتیا به له دې وروسته د قوشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.
جمهورخبري آژانس:کابل