د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهری د وژل کېدو تر اعلان وروسته امریکا او د افغانستان اسلامي امارت یو بل د دوحې تړون پر نقض تورنوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن پرون دوشنبې د زمري ۱۰ مه اعلان وکړ، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی دی.
نوموړي ویلي، په دغه برید سره عدالت تامین شو او دوی به پرېنږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
افغانستان اسلامي امارت د امریکا دغه برید په کلکه غندلې او دا یې د دوحې تړون او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.
مجاهد ټینګار کوي، چې دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.
د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا د الظواهري وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، چې طالبانو کابل کې د القاعده شبکې مشر ته په پناه ورکولو سره له واشنګټن سره دوحه کې کړی تړون مات کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل