د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي امر کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د باختر خبري آژانس ورکړی او ویلي یې دي، چې کسبي خلک به بایومیټرک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.
په راپور کې ویل شوي، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.
دا لا معلومه نه ده، چې څومره سوالګر به د اسلامي امارت له لوري په کومو شرايطو د مرستې مستحق وګڼل شي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ارقام ښیي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک فقر ځپلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل