۰

کرکټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه ایرلنډ ته وبایلله

چهارشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۶
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزه سالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ایرلنډ لوبډلې ته وبایلله.
کرکټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه ایرلنډ ته وبایلله
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزه سالیو لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ایرلنډ لوبډلې ته وبایلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبلړۍ پرون سه شنبې د زمري ۱۸ مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شوه او د لومړۍ لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغان لوبغاړو پیل ښه و، خو روسته یې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۹ هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې عثمان غني تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې، رحمن الله ګربز ۲۶، ابراهیم ځدراڼ ۲۹ او نجیب ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.

د ایرلنډ پیل تر افغان لوبډلې ښه و او ویې کولی شوای، چې د لوبې په ۲۰ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې او لوبه وګټي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ څلور نورې لوبې هم شته، چې دویمه به یې سبا پنشنبې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي