۰

نیویارک پوسټ له افغانستان وتل د امریکا لپاره تلپاتې شرم دی

یکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۰
نیویارک پوسټ نشریه لیکي له افغانستان د امریکا وتل د دغه هېواد لپاره تلپاتې شرم دی.
نیویارک پوسټ له افغانستان وتل د امریکا لپاره تلپاتې شرم دی
نیویارک پوسټ نشریه لیکي له افغانستان د امریکا وتل د دغه هېواد لپاره تلپاتې شرم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نشریې لیکلي، امریکايي حکومت د امریکایي وګړو میلیاردونه ډالر مالیې په افغانستان کې ولګول چې دغه هېواد جوړ کړي، ولسواک نظام پکې رامنځته کړي او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه وکړي.

خو په وینا یې د امریکا دغه هېڅ هدف هم پوره نه شو، بلکې دوی له افغانستان ووتل چې دا به د واشنګټن لپاره یو تلپاتې شرم وي او هېڅ وخت به یې په اړه په وضاحت ورکولو بریالي نه شي.

په مطلب کې ویل شوي، د امریکا ولسمشر جوبایډن په تېر یوه کال کې په ځلونو د افغانستان په اړه دروغ ویلي دي او لا هم د ځان د بریالي ښوودلو په موخه هڅه کوي له افغانستان د وتلو مسئله وړه وښيي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې پر ماتې اعتراف کړی او له افغانستان نه وتل یې د امریکا لپاره یو تاریخي شرم بللی.

ان د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار ویلي، چې بایډن او حکومت یې پر خپلو کړنو د امریکا برم مات کړ او نور به څوک له امریکا ونه ډار شي.

دغه راز ځینو نورو مخکنیو امریکايي پوځي چارواکو، سناتورانو او ديپلوماتانو ویلي، چې له افغانستان نه وتلو وښوده، چې امریکا یو ښه او د باور وړ ملګری نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي