۰

افغانستان کابل ته د هند د دیپلوماتانو د راتګ هرکلی وکړ

یکشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۳
افغان حکومت کابل ته د هند د سفارت د ديپلوماتانو د بېرته راتګ هرکلی کړی او دا ګام یې ستایلی دی.
افغانستان کابل ته د هند د دیپلوماتانو د راتګ هرکلی وکړ
افغان حکومت کابل ته د هند د سفارت د ديپلوماتانو د بېرته راتګ هرکلی کړی او دا ګام یې ستایلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د هند دغه ګام ستايي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کي ښه همکاري ولرو.»

سرچینې زیاته کړې، افغان حکومت ھیله لري چې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډيپلوماټانو له رالېږلو سرہ به د ھند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږي؛ د ھند نابشپړي پروژې به بشپړي او پر نورو حیاتي پروژو به کار پیل شي.

د یادونې ده، چې هندي رسنیو پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت جي شنکر له قوله خبر ورکړ، چې له سفیر پرته ټول هندي ديپلوماتان یې کابل ته لېږلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي