۰

ننګرهار کې سېلابونه: ۱۶ تنه مړه او ټپیان دي

سی شنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۱
ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سخت مالي زیانونه یې اړولي دي.
ننګرهار کې سېلابونه: ۱۶ تنه مړه او ټپیان دي
ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سخت مالي زیانونه یې اړولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سېلابونه پرون دوشنبې د زمري ۲۴ مه ماښام مهال پر جلال آباد ښار له سختو بارانونو وروسته راغلي دي.

دغه سېلابونو تر ټولو زیات زیان د ننګرهار د بیز اکمالاتي په سیمه کې اړولي او د ځايي چارواکو په وینا ۶۰۰ کورونه اوبو لاندې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي او ځايي چارواکي وايي، د سېلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، له سرخ رود ولسوالۍ څخه څلور مړي او یو ټپي روغتون ته وروړل شوي دي.
 
د دې تر څنګ سېلابونو خلکو ته میلیونونه مالي زیانونه هم اړولي، خو تر اوسه یې دقیق ارقام نه دي وړاندې شوي.

د یادونې ده، چې پرون د پروان په سیاه ګرد، شینوارو او غوربنډ کې هم سخت سېلابونه راوتلي، چې د چارواکو په وینا ۳۰ تنه یې وژلي، تر ۹۰ زیات ټپیان او تر ۱۰۰ زیات ورک دي.

د چارواکو او ځايي اوسېدونکو په وینا دغه سېلابونو لسګونه کورونه هم له منځه وړی، سلګونه نور یې زیانمن کړي او جرېبونه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د دې تر څنګ په وردګ او لوګر ولایتونو کې هم خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي