د افغانستان د فوټبال تر شل کلنۍ ښکته لوبډلې په خپل ګروپ کې د کوربه هېواد ‘عمان’ لوبډلې ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لوبه پرون جمعه د وږي ۲۶ مه په عمان کې د آسیا جام سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې دویمه لوبه وه.
د لوبې په ۲۸ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي امید رجبي ګول و واهه، خو عمان لوبډله تر پایه ونه توانېده، چې کوم ګول و وهي.
په دې سره افغان لوبډلې عمان لوبډلې ته یو صفر ماته ورکړه.
د یادونې ده، چې د افغانستان فوټبال لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه تېره چهارشنبه د وږي پر ۲۳مه د ټایلنډ لوبډلې ته وبایلله.
د آسیا د ملتونو جام ته د غوروالي دا سیالۍ تر شل کلنۍ ښکته لوبغاړو ترمنځ په عمان کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ځوانانو د دې لوبډلې درېیمه او وروستۍ ګروپي سیالي به د سهشنبې پر ورځ د سپټمبر پر ۱۸مه د فلیپین لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.
د افغانستان لوبډلې ته پکار ده چې په راتلونکو ورځو کې له تایلینډ او فلیپین څخه لوبې وګټي، چې د روانو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل