د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دغه سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته په خپلې پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی وباله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېښ نوموړي نیوکه وکړه چې نړۍ کې سولې او امنیت ته ورپېښو ګواښونو او د کړکېچ مخنيوي لړ کې د ملګرو ملتونو بسپنې غوښتنه بې ځوابه پاتې شوې ده.
ګوترېش د افغانستان یادونه هم وکړه او په وینا یې د افغانستان اقتصادي وضعیت او د بشري حقونو وضعیت خواشینونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دى چې نيمايي افغانان له همدی کبله د لوږې سره مخ دي او د دې تر څنګ بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
ښاغلي ګوترېش په نړۍ کې د لوږې مخنیوی او د سولې او ثبات راتګ هغه څه وبلل چې باید پرې نړیواله ټولنه یوه خوله شي او خپلې هڅې ونه سپموي.
جمهورخبري آژانس:کابل