کورنیو چارو وزارت وايي، د استخباراتو منسوبینو درې تنه د پاسپورټ کمېشن کاران له زرګونه ډالرو او څو جلد پاسپورټونو سره نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کمېشن کاران پرون چهارشنبې د استخباراتو له خوا لاس په لاس نیول شوي دی.
سرچینې زیاته کړې، له یادو کسانو پنځه جلده پاسپورټونه د ۴ زره او ۵ سوه امریکايي ډالرو په بدل کې له پاسپورټ ریاست څخه را ایستلي و، چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو له خوا ونیول شول.
د یادونې ده، چې چې تېره اوونۍ هم ۶۰ تنه د پاسپورټ کمېشن کاران د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو له خوا نیول شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل