۰

ملګري ملتونه: تر ژمي مخکې باید له افغانانو سره مرستې وشي

سی شنبه ۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۰۰
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، ښايي تر راتلونکو دوو مياشتو پورې شپږ ميليونه افغانان د لوږې له کبله له بېړني حالت سره مخ شي.
ملګري ملتونه: تر ژمي مخکې باید له افغانانو سره مرستې وشي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، ښايي تر راتلونکو دوو مياشتو پورې شپږ ميليونه افغانان د لوږې له کبله له بېړني حالت سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې يادې ادارې د يوه راپورو په خپرولو سره ويلي، د نړۍ ۱۹ هېوادونه راتلونکي ژمي کې د خوړو د کمښت له خطر سره مخ دي خو افغانستان، ايتوپيا، نايجريا، سوماليا، جنوبي سوډان او يمن کې ښايي وضعيت تر ټولو ډير خراب وي.

سرچینې زیاته کړې، افغانان به د روان کال له نومبر مياشتې بيا د راتلونکي کال تر جنوري مياشتې پورې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي او اړتيا ده چې مرستندويې ادارې وار له مخې دغسې وضعيت ته چمتووالی ولري.
 
ژمي کې د خوړو د کمښت لامل د افغانستان لرې پرتو سيمو ته د لاسرسي محدوديدل ښودل شوی او ويل شوي چې يادو سيمو ته بايد له وړاندې اکمالات وشي.
 
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ويلي چې جګړو، اقليمي بدلونونو، د اوکراين جګړې او د کرونا وبا له کبله رامنځته شوې اقتصادي بې ثباتۍ په نړيواله کچه د خوړو خونديتوب له ګواښ سره مخ کړی.
 
خو په وينا يې  افغانستان کې يې منفي اغېزې ځکه ډېرې احساسېږي چې دغه هېواد د نړيوالو مرستو د کمېدو او اقتصادي فعاليتونو د ټکني کېدو له کبله وار له مخې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي