۰

کریمي: د اسلامي امارت پر چارواکو دې د معافیت موده وغځول شي

شنبی ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۵۹
افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د اسلامي امارت د ځینو چارواو د سفرونو د معافیت موده وغځوي.
کریمي: د اسلامي امارت پر چارواکو دې د معافیت موده وغځول شي
افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د اسلامي امارت د ځینو چارواو د سفرونو د معافیت موده وغځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، امنیت شورا باید د منزوي کېدو له تګلارې کار وانه خلي او د سفرونو معافیت موده دې وغځوي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه ‌ده، ځکه اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی.

بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي، چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي.

تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماتيکو سرچینو ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي.

تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه‌ دی غځول شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي