۰

د کمال خان د اوبو بند پاتې چارې پیلېږي

دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۶
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطيف منصور د نیمروز له والي ملا نجیب الله رفیع سره لیدلي او د کمال خان بند په اړه ېې خبرې ورسره کړې دي.
د کمال خان د اوبو بند پاتې چارې پیلېږي
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطيف منصور د نیمروز له والي ملا نجیب الله رفیع سره لیدلي او د کمال خان بند په اړه ېې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې، په نیمروز ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلې کېدو په برخه کې په ځانګړي ډول د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او خبرې شوې دي.

د نیمروز والي په دې لیدنه کې د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو او په نیمروز ولایت کې د برېښنا رسولو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د کمال خان بند د پاتې چارو په هکله هڅې ترسره شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې کار پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي