د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغان توکي بهر ته صادر شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ګاونډیو هېوادونو سره د شویو هوکړو له مخې چین ته د افغانستان صادراتي توکو ٩٨ سلنه او پاکستان ته ١٢ سلنه ګمرکي معافيت ترلاسه کړى دى.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي دغه راز، په بنسټیزو او پراختیایي پروژو کې د پانګونې د جلبولو لپاره کورني ونډوال شرکتونه رامنځته شوي، د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۲۷ میلیون ډالره پانګونه جذب شوې او دغه راز کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته څه باندې ۶۳۰۰ د سوداګرۍ او پانګونې جوازونه وېشل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل