۰

کندهار ته د بهرنيو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی

سی شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۸
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده.
کندهار ته د بهرنيو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د سیلانیانو د زیاتوالي لامل د کندهار لرغونتوب او ډاډمن امنیت ښودلی دی.

نوموړی زیاته کړې هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي