۰

کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه جومات کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې
امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه جومات کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون چهارشنبې د تلې ۱۳ مه ماسپښین یوه نیمه بجه د لمانځه پر مهال کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه فرعي جومات کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په دغه چاودنه کې څلور تنه شهیدان شوي او ۲۵ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلتنې روانې دي او جزیات به یې وروسته له رسنیو او ولس سره شریک کړي.

کابل کې د ایمرجنسي روغتون هم ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هم چاودنه وشوه او تر سلو زیاتو زده کوونکو ته چې نېږدې ټولې یې نجونې وې مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي