۰

امریکا او پاکستان بیا پر افغانستان خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
امریکا او پاکستان بیا پر افغانستان خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېست او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن کهر له وېسټ سره خبرو کې د سوله ‌ییز، سوکال او باثبات افغانستان لپاره د پاکستان ژمنه تکرار کړه.

سرچینې زیاته کړې مېرمن کهر په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوید آشټن هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

باجوه اوس هم په واشنګټن کې دی او له امریکايي چارواکو سره په خبرو بوخت دی او د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو مسلو ورسره خبرې کوي.

ټاکل شوې باجوه د امریکا د استخباراتو او ملي امنیت شورا له چارواکو سره هم لیدنې ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي