سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت نسبتآ شدیدې زلزلې لړزولی خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زلزلې نن دوشنبې د لړم ۱۶ مه څه باندې ۹ بجې د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ کې شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د دې ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د شدیدې زلزلې راپور ورکړل شوی. تر دې مهاله د دې زلزلې د تلفاتو په اړه معلومات نهدی ورکړل شوي.
د امریکا د ځمکپېژندنې مرکز د رېښتر په کچه د ۵٫۴ زلزلې راپور ورکړی او مرکز یې د دې ولایت په جرم ولسوالۍ کې ښودل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل