۰

د افغانستان د هوايي حریم عواید زیات شوی دي

یکشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۰
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبور کوونکې هرې نړیوالې الوتنې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي.
د افغانستان د هوايي حریم عواید زیات شوی دي
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبور کوونکې هرې نړیوالې الوتنې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، چې د مختلفو هېوادنو الوتنې د افغانستان له فضا نه عبوري پروازونه ترسره کوي.

دوی تمه لري چې په را روانو شپږو میاشتو کې له دې مسیر څخه د ورځې تر ۳۰۰ الوتنې وشي.

د هېواد خصوصي سکټور هم له هوايي حریم نه د پروازونو زیاتولی د هېواد اقتصاد لپاره مهم بولي او هیله څرګندوي چې د ترانسپورټ لخوا نه د افغانستان په هوايي حریم کې نور هم نړیوالو پروازونو ته اسانتیا وې برابرې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي