د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیات مشر مارتين شویپ له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شویپ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د خلکو ژوند خورا اغېزمن شوی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملياتي مشر مارتین شویپ له خپلو پورتنیو څرګندونو سره د يادې ادارې يوه لنډه وېډيو هم خپرې کړې چې پکې د افغانستان اوسنی وضیعت تشریح شوی دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې ۲۴٫۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، ۹٫۲ میلیونه کسان د لسیزو جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي، نږدې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او زرګونو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل