افغان حکومت وايي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه د شخړو د مخنيوي لپاره د افغانستان او پاکستان يوې ګډې کمېټې کار پيل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغان حکومت مرکزي ویاند وياند ذبيح الله مجاهد په يوه مرکه کې کړې دي.
ښاغلي مجاهد ويلي، چې د افغانستان خلک تازه لږ ارام شوي او حکومت نه غواړي چې د خلکو ارامتيا زيانمنه شي.
نوموړي ټينګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت له دې هر څه سره سره د خپلې خاورې دفاع ته هم لومړيتوب ورکوي، له همدې کبله له پاکستان سره يوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې پر فرضي کرښې د شخړو مخنيوی وکړي.
د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روانې اونۍ په پيل کې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ سخته نښته وشوه او دواړو لورو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه هم خپاره شول.
جمهورخبري آژانس:کابل