۰

لوګر کې په ۱۴ تنو شرعي حدود جاري شول

پنجشنبه ۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لوګر ولایت کې پر درې مېرمنو او ۱۱ نارینه وو، چې په اخلاقي جرمنو نیول شوي و په عام محضر کې شرعي حدود جاري شول.
لوګر کې په ۱۴ تنو شرعي حدود جاري شول
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لوګر ولایت کې پر درې مېرمنو او ۱۱ نارینه وو، چې په اخلاقي جرمنو نیول شوي و په عام محضر کې شرعي حدود جاري شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲ مه د لوګر ولایت د ځايي محکمې له خوا شرعي حدود جاري کړل شول.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي رفیع الله صمیم ویلي، دغه کسان د غلا او اخلاقي جرمونو په تور نیول شوي و، چې د محکمې له پرېکړې وروسته پرې شرعي حدود جاري شول.

د هغه په وینا یو کس ۳۹ دورې وهل شوي دي.

په لوګر کې پر دغه کسانو شرعي حکم وروسته له هغې تطبیق کېږي، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده څو موده وړاندې له ټولو قاضیانو وغوښتل، چې شرعي حدود جاري کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي