د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د انزوا پالیسي لرې او له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت له دغه شورا غوښتي، چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د انزوا پالیسي به کار ورنه کړي او د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل