۰
اسلامي امارت:

د بل هر وخت په پرتله اوس د ښځو حقونه ښه خوندي دي

شنبی ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
اسلامي امارت وايي، افغانستان کې اوس د بل هر وخت په پرتله د ښځو حقونو ته درناوی کېږي او د ښځو حقونه خوندي دي.
د بل هر وخت په پرتله اوس د ښځو حقونه ښه خوندي دي
اسلامي امارت وايي، افغانستان کې اوس د بل هر وخت په پرتله د ښځو حقونو ته درناوی کېږي او د ښځو حقونه خوندي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي، سرپرست حکومت د ټولو هېوادوالو د حقونو رعایتولو ته ژمن دی.

له دې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې، د سفر د ازادۍ، کار او زده کړو په ګډون د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

اروپايي ټولنې هم د افغانستان په اړه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره ویلي چې، د نړۍوالې ټولنې او طالبانو تر منځ د تعامل بنسټیز شرط د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي