پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ځینې نېږدې سرچینې تایید کړې، چې ښاغلي کرزي له هېواد بهر د سفر اجازه تر لاسه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې بي پي سي پښتو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، چې ښاغلي کرزي ته له هېواده بهر د سفر اجازه ورکړل شوې ده.
ښاغلي کرزي ته نېږدې کسانو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي، چې نوموړی له څو بهرنیو سفرونو راګرځول شوی دی.
خو اوس ویل کېږي، چې ښاغلی کری به په یوه شخصي سفر المان ته ولاړ شي، خو دا هم نه ده معلومه چې کله به ځي.
جمهورخبري آژانس:کابل