د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په تازه سروې کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې ادارې ویلي، د افغانستان نفوس دا مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتیږي.
په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په کال کې د هېواد نفوس یو سلنه زیاتېدل منل شوی معیار ګڼل کیږي، خو د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس تر دې معیار دوه برابره چټک زیاتوالی مومي.
که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان یوه هر اړخېزه سرشمېرنه اعلان کړې، خو دغه سروې عملآ په افغانستان کې نه ده ترسره شوې.
یاده سروې تر ډېره د افغانستان په تړاو له نورو سرچینو او په تیرو څو کلونو کې د راټولو شویو شمېرنو پر بنسټ شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل