پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فيض حميد په پوځ کې دنده پرېږدي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، حميد دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې جنرال عاصم منير د پاکستان د پوځ مشرۍ ته غوره شو.
ویل کېږي، د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف او ځينو نورو ګوندونو غوښتل چې فيض حميد د پوځ مشر وټاکل شي.
نوموړی په هغو څلورو کسانو کې شامل و چې د پوځ مشرۍ ته نوماندان وو او لېست يې لومړي وزير شهباز شريف ور استول شوی و.
شريف د دوی له منځه جنرال عاصم منير د پوځ مشرۍ ته غوره کړ.
فيض حميد ته نږدې سرچينو ويلي، فيض حميد جنرال عاصم ته د سلامي کولو پر ځای استعفا غوره بولي.
فيض حميد پخوا د عمران خان له لوري د ای اېس ای مشر ټاکل شوی و او اټکل کېده چې د باجوه پر ځای به د پوځ مشر وټاکل شي.
پر هغه د پاکستان په سياسي چارو کې د لاسوهنې ګڼ تورونه پورې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل