۰

اوچا: تر اوسه مو څه باندې ۲۴ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولې

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۸
ملګري ملتونه وايي، د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.
اوچا: تر اوسه مو څه باندې ۲۴ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولې
ملګري ملتونه وايي، د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۱،۷ میلیونه خلکو سره د غذايي موادو، له ۹،۸ میلیونه خلکو سره د اوبو او حفظ الصحې په برخو او له ۵،۲ میلیونه خلکو سره د غذايي تقویې په برخو کې مرستې شوې دي.

اوچا وايي، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

دغه ادارې په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د بېوزلو خلکو شمېر ۹۷ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي