۰

د امربالمعروف سرپرست وزیر د جاپان له سفیر سره کتلي

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۲
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي په کابل کې د جاپان هېواد له سفیر سره کتلي دي.
د امربالمعروف سرپرست وزیر د جاپان له سفیر سره کتلي
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي په کابل کې د جاپان هېواد له سفیر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي په دغه لیدنه کې ویلي، د جاپان خلک خپل هېواد ته په ژمنتیا کې نوم لري خو په وینا یې اسلامي امارت هم همدا ډول اراده او ژمنه لري نو ځکه له جاپان څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
 
نوموړي ویلي، چې ښه حکومتولي په ژمنتیا او له نړۍ سره په ښه تعامل پورې اړه لري او اسلامي امارت دغه دواړو ته پوره ژمن او اراده لري.
 
د شیخ حنفي په وینا اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل برخه کې د نظر یووالی لري خو هېڅ کله به په اسلامي ارزښتونو معامله ونه کړي.

د جاپان سفیر ویلي، دا چې دوی به کابل کې خپل سفارت بېرته پرانستی دا له افغانستان سره د جاپان ژمنتیا ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي