۰

مارټين شوئپ: نړیوالو افغانستان هېر کړی دی

پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۰
د سره صلېب نړیوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې.
مارټين شوئپ: نړیوالو افغانستان هېر کړی دی
د سره صلېب نړیوالې کمېټې د عملیاتي څانګې رییس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې چې په مجازي توګه جوړه شوې وه، ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتې شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شوئپ زیاته کړې، د افغانستان وګړي د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري او نړیوالو هم دوی هېر کړي دي.

په دغه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د ډېریو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود چې د هېوادونو د اقتصادي، بشري، زېربنایي او روغتیايي وضعیت په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې د سره صلیب د عملیاتي څانګې رییس مارتیش شوئپ د هېواد د اقتصادي او بشري وضعیت په تړاو ویلي، چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له لوري هېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د سره صلیب کمېتې په یوه تازه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو کمښت، په ماشومانو کې سوی تغذیه او سینه بغل ناروغي په سرعت سره مخ پر زیاتېدو ده.

سره صلیب خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې روان وي، نو دا به د زرګونو افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

دغه بنسټ ویلي، په کابل کې د دوی تر چتر لاندې یو روغتون کې له پنځه کلونو کم عمرونه ماشومانو کې د سینه بغل ناورغي ۲۰۲۲ کې د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاته شوې ده.
 
په دې راپور کې یو شمېر افغانانو ویلي، چې دوی په ژمي کې د سون او خوراکي توکو له کمښت او نشت سره مخ دي او دې ته حیران دي، چې د سون توکي پوره کړي، که خوراکي.

د سره صلیب عملیات مشر مارتین شوپ وايي، دې ستونزو ته په کتنو مرستندویه بنسټونه په یوازې ځان نه شي کولی د ټولو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي له دولتونو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او مرستې زیاتې کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېتې ویلي، د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس له سختې لوږې سره مخ دي او باید مرسته ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي