۰
طالبانو ته د ملګرو ملتونو خبرداری:

که مو د نجونو او ښځو په اړه فرمانونه لغوه نه کړل، نړیوالې مرستې به بندې شي

پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
کابل ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي له طالب چارواکو سره خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که دوی د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه صادر کړي فرمانونه لغوه نه کړي، نو نړیوالې مرستې به پرې بندې شي.
که مو د نجونو او ښځو په اړه فرمانونه لغوه نه کړل، نړیوالې مرستې به بندې شي
کابل ته د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي له طالب چارواکو سره خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که دوی د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه صادر کړي فرمانونه لغوه نه کړي، نو نړیوالې مرستې به پرې بندې شي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن آمنه محمد او ورسره پلاوی د نجونو د زده کړو او ښځو د کار بندیز په اړه خپلې اندېښې له طالب چارواکو سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د بیا کتنې غوښتنه ترې وکړه.

مېرمن آمنې ویلي، په بېلا بېلو برخو کې د ښځو کار ته اړتیا ده او دغه ستونزې ته باید د خبرو اترو له لارې د حل یوه لار وموندل شي.
 
دې ویلي، ملګري ملتونه او نړیوال غواړي له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي او دا هېواد د نړۍ یو فعال غړی وي.
 
د هغې په وینا افغانستان پرمختګ، زده کړو او تحصل ته اړتیا لري تر څو په خپلو پښو ودرېږي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې آجرائیه ريیسې مېرمن سیما باهوس ویلي، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د ښځو په کار او حقونو پورې تړلې دي.
نوموړې ټینګار کړی، چې مېرمنو ته باید د افغانستان د ارزښتونو او فرهنګ په چوکاټ کې د کار کولو زمینه برابره کړای شي.
 
مېرمن باهوس ویلي، چې همدا اوس ۱۱.۶ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که د نجونو د زده کړو او ښځو د کار په اړه د طالبانو د مشر له خوا ورکړل شوي فرمانونه لغوه نه کړای شي، نو پر افغانستان به د نړیوالو مرستې بندې شي.
 
بل خوا د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم دغه پلاوی ته ګیلې کړې ویلي یې دي، چې ملګرو ملتونو او نړیوالو تر اوسه د طالبانو په رسمیت پېژندنه، پر طالب چارواکو د سفر بندیزونو نه لرې کولو، له تور لېست څخه د طالب چارواکو د ایستلو او دغه راز پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو برخه کې پوره همکاري او پاملرنه نه ده کړې.
 
د هغه په وینا امارت د روغتیا، زده کړو، امنیت او ښځو د حقونو برخه کې ډېر کارونه کړي او لا هم هڅه کوي، چې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابره کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي