د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه تلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر ټینګښت خبرې اترې وشوې.
متقي په خپلو خبرو کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
مېرمن مرسودي د بهرنیو چارو وزات مخې ته چاودنې له امله مقتي ته تسلیت ویلی دی.
په اعلامیه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس