د پاسپورټ عمومي ریاست دا خبر له حقیقت لرې وباله چې ګنې ډېر ژر به د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.
دغه ریاست په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«دا خبر حقیقت نه لري، چې ګڼې د پاسپورټونو د وېش لړۍ به ډېر ژر بېرته پیل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ملي تلوېزیون د کورنیو چارو وزارت ویاند له خولې خبر ورکړی و، چې د پاسپورټ د وېش لړۍ به ډېر ژر بېرته پیل شي.
که څه هم دغه ریاست نه دي ویلي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ به کله پیلېږي، خو ټینګار کوي، چې د فني ستونزو تر حل وروسته به دغه لړۍ بېرته پيل شي.
باید و ویل شي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې بنده ده او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
جمهورخبري آژانس