۰

رتنو مرسودي له رینا امیر سره پر افغانستان غږېدلې

شنبی ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي وايي، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي.
رتنو مرسودي له رینا امیر سره پر افغانستان غږېدلې
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي وايي، د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره کتلي.

رتنو مرسودي چې امریکا ته په سفر تللې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې چې د یونېسف د اجراییوي رییس مرستیال هم په کې و، د افغان نجونو، ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه خبرې شوي دي.

په ورته وخت کې رینا امیري هم په خپله ټویټرپاڼه د دې لیدنې خبر خپور کړی، خو ډېر جزییات یې نه‌ دي ورکړي.

اندونیزیا له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ریاست ته نوماند هېواد دی.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پرون هم په نیویارک کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره کتلي و او په افغانستان کې یې د افغان نجونو، ښځو او د بشري حقونو په اوسني وضعیت خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي