د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.
په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګریزو چارو د پراختیا، اقتصادي، کلتوري، روزنیزو، له ترهګرو ډلو او همداراز له نشه يي توکو سره د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې شوې دي.
د راپور له مخې کابلوف له متقي سره د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل د سیمې په ګټه دي.
طالبان له تېر یوه نیم کال راهیسې بیا پر افغانستان واکمن شوي، خو تر اوسه یې د ځینو کړنو له امله د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
جمهورخبري آژانس