۰

طالبان: د ټاپي پروژې پیلېدو ته پوره چمتوالی لرو

یکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۲
د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته او که اړتیا ولیدل شي د امنیتي چارو لپاره به يي ځانګړی ځواک جوړ شي.
طالبان: د ټاپي پروژې پیلېدو ته پوره چمتوالی لرو
د افغانستان د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته او که اړتیا ولیدل شي د امنیتي چارو لپاره به يي ځانګړی ځواک جوړ شي.

ټاپي د ترکمنستان افغانستان پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکې غځولو پروژه ده چې د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې یې د کار پیلېدا عملي اړخ تړون د اړوندو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق آباد کې لاسلیک شو.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن د ټاپي او نورو ملي پروژو د امنیتي چارو د ډاډ په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.

سرچینې لیکلي، ټاپي چې د سيمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د پیل نوښت یې هم د امارت د لومړۍ واکمنۍ پرمهال شوی خو بشپړول یې پر افغانستان د امریکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډېدلی دی.

سرچینه زیاتوي، طالبان په هېواد کې د ملي پروژو امنیت ته خورا پام کوي او په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيلېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري، دې پروژې ته د هېواد د اقتصادي زېربنا د يوه مهم عنصر په توګه ګوري او د عملي چارو پيل يې د افغانانو لپاره یو ښه زېرى بولي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي