۰

امریکايي استازی: افغانستان کې له ښځو هر ډول آزادي اخیستل شوې ده

شنبی ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۷
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.
امریکايي استازی: افغانستان کې له ښځو هر ډول آزادي اخیستل شوې ده
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مک‌کال وايي، له هغه وروسته چې امریکايي سرتېري له افغانستان ووتل، په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی.

مک‌کال دا څرګندونې د استازو جرګې ته، واشنګټن کې د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخستل شوې او ښوونځیو ته نه‌شي تلی.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په خبرپاڼه کې په افغان نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو، پارکونو ته یې په تلو بندیز، نادولتي موسسو کې یې د کار مخنیوي او یو شمېر نور بندیزونه هم یاد شوي.

خبرپاڼه د مک‌کال له قوله لیکي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته يې د نجونو د تلو مخه نیول شوې ده.
 
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د استازو جرګې ته یې د رویا رحماني له بلنې موخه دا ده چې افغان ښځو ته یو پيغام ورسوي چې دوی نه‌دي هېرې شوي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي