ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، روانه اونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو میلیون زیات نجونې به اجازه ونهلري چې ټولګیو ته لاړې شي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.
یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا ویلي، چارواکي باید د ټولو زدهکونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولی شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زدهکړې وکړي.
جمهورخبري آژانس