۰

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۰۰ مېلیونه ډالر ګټه کړې

شنبی ۲۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۱۴
په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي، د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۰۰ مېلیونه ډالر ګټه کړې
په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي، د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.

د محرابي په وینا، دغه ګټه کولی شي د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ګټوره تمامه شي. د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق غړی وایي، دغه صندوق په افغانستان کې د نغدو پيسو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هواروي.

بل‌خوا د طالبانو حکومت یو ځل بیا له امریکا غواړي، چې د افغانستان شتمنۍ په بشپړ ډول ازادې کړي.

د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په سویس کې جوړ شو. په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره کنګل شوي چې له دې منځه اووه مېلیارده یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي او واشنګټن د دغو پیسو د درې اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره په سویس کې صندوق جوړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي