د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کې ژمنه کړې، چې افغانستان ته به سفر کوي.
مینیخانوف او عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ د ۱۴ مې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره لیدلي او دا ژمنه یې سره کړې ده.
د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د بېلا بېلو اقتصادي مسایلو او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس