۰

کندهار کې د درمل جوړونې یوه شرکت پرانستل شو

سی شنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د سنوفارما په نوم د درملنې جوړونې یو شرکت چې په معیاري ډول به دارو جوړوي په کندهار ولایت کې پرانستل شو.
کندهار کې د درمل جوړونې یوه شرکت پرانستل شو
د سنوفارما په نوم د درملنې جوړونې یو شرکت چې په معیاري ډول به دارو جوړوي په کندهار ولایت کې پرانستل شو.
 
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه شرکت پرون د سوداګرۍ د سرپرست وزیر له خوا پرانستل شو او تر دېره به د درملو په برخه کې د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي.
 
د ده په وینا په دغه شرکت کې ۷۱ تنه سوداګر او پانګوال سره شریکان دي او پر جوړېښت ۵۰ میلیونه ډالر لګېدلي دي.
 
دی وايي، سنوفارما د ورځې د ۵۶۰ زره ټابلېټو، ۲۰ زره کپسولو او ۶۰ زره بوتل شربتو د تولید وړتیا لري او دغه زار به ۷ نورو څانګو باندې هم ۵۰ میلیون ډالر ولګوي.
 
د مجاهد په وینا د دغه شرکت د درملو بیه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې یو شان وي او کیفیت او معیار به یې له ۹۸ تر ۱۰۳ سنلې بورې وي.
 
د یادونې ده، چې سنوفارما شرکت د اسیا په کچه د درملو د تولید دویم لوی شرکت دی، چې د نړۍ په ۸۴ هېوادونو کې ثبت شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي