۰
د چین نوی سفیر:

چین نه غواړي افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي

چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د افغانستان لپاره د چین نوی ټاکل شوی سفیر جاو شینګ وايي، هېواد یې نه غواړي، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او دغه هېواد خپل نفوذ ساحه وګرځوي.
چین نه غواړي افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي
د افغانستان لپاره د چین نوی ټاکل شوی سفیر جاو شینګ وايي، هېواد یې نه غواړي، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او دغه هېواد خپل نفوذ ساحه وګرځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاو شینګ دغه څرګندونې نن چهارشنبې د وږي ۲۲ مه کابل کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته د باورلیک سپارلو پر مهال کړې دي.

 
نوموړي ویلي، خوښ دی، چې د چین د نوي سفیر په توګه افغانستان کې خپله دنده پیلوي او په وینا یې چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.
 
 
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري،دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.
 
 دی وايي، هڅه به وکړي، چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي