د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونو کې د بلوڅي ژبې پوهنځۍ جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ندیم نن چهارشنبې د وږي ۲۲مه د افغانستان د بلوڅانو قومي شورا سره کتلي او ویلي یې دي، د افغانستان ټول قومونه د امارت پر وړاندې یو شان حقوق لري او امتیاز یوازې د تقوا، مسلک او ژمتیا په اساس دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د بلوڅ ځوانانو لپاره به د لوړو زده کړو زمینه برابروي او د اړتیا سره سم به په هغه سیمو کې، چې زیات بلوڅان په کې مېشت دي د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ جوړوي.
د افغانستان د بلوڅانو شورا هم د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه وغوښتل، چې د دغه قوم ځوانانو ته پاملرنه زیاته کړي او په بلوڅ مېشتو سیمو پوهنتونونو کې د بلوڅي ژبې پوهنځۍ جوړې کړي.
جمهورخبري آژانس