د طالبانو د سرپرست حکومت او ازبیکستان دولت سرحدي چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې لوا قوماندان مولوي منصور جاوید چې د یوه پلاوي په مشرۍ د همغږۍ غونډه کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته تللی د دغه هېواد د سرحدي چارواکو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو یو د بل له همکارۍ او فعالیتونو د مننې ترڅنګ د پولو د امنیت په ټینګښت، د سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د ستونزو د حل، د کډولو پولو د ساتنې او اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې اترې او ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس