۰

د طالبانو مشر د لوګر ولایت لپاره د علماوو شورا ټاکلې ده

پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۷
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په ترڅ کې د لوګر ولایت د علماوو شورا تشکیل او مشخصه کړه.
د طالبانو مشر د لوګر ولایت لپاره د علماوو شورا ټاکلې ده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان په ترڅ کې د لوګر ولایت د علماوو شورا تشکیل او مشخصه کړه.

د ملا هبت الله دغه فرمان د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی او په کې شیخ محمد اسماعیل د شورا د رییس، مولوي عبدالروف د مرستیال او شیخ خان محمد د دغه شورا د غړي او مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
 
مولوي پیر محمد، مفتي ضیا احمد، شیخ عبدالرب، شیخ نعمت الله، مفتي سیف الرحمان، مولوي محمد شریف، مولوي عبدالواحد، شیخ عزت الله او مولوي عبدالرحمان د لوګر ولایت د علماوو شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
 
ملا هبت الله  په دغه فرمان ویلي، د علماوو شورا چارواکي او غړي مکلف دي، چې د خپلې کاري لایحې سره سم د چارو د همغږۍ او هغوی ته د سپارل شویو موضوعاتو په اړه ولایتي چارواکو ته د شریعت په رڼا کې سلا مشورې ورکړې او سیمه ییز چارواکي هم مکلف دي، چې د علماوو شورا سلا مشورې د خپل کاري لایحې سره سم عملي کړي.

د یادونې ده، چې د طالبانو مشر څو ورځې وړاندې هم د  جلا فرمانو په ترڅ کې د ۷ ولایتونو لپاره د علماوو شوراګانو د جوړېدو او تشکیل خبر ورکړی وو.
 
جمهور خبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *