۰

د طالبانو د دولتي بنسټونو یو ګډ پلاوی ننګرهار ولایت ته تللی دی

دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پاکستانه راتلونکو افغان کډوالو ته د اسانیتاو رامنځ ته کولو په موخه ننګرهار ولایت ته د دولتي بنسټونو د یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د طالبانو د دولتي بنسټونو یو ګډ پلاوی ننګرهار ولایت ته تللی دی
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پاکستانه راتلونکو افغان کډوالو ته د اسانیتاو رامنځ ته کولو په موخه ننګرهار ولایت ته د دولتي بنسټونو د یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
 
دغه پلاوي د ننګرهار له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کې غوښتنه کړې، چې له پاکستان نه راستنېدونکو افغان کډوالو ته باید لازمې اسانتیاوې او تدابیر برابر کړل شي.
 
د ننګرهار طالب والي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د دې ولایت سیمه ییزه اداره د کډوالو برخه کې له اړونده ادارو سره لازمه همکاري وکړي.
 
د چارواکو د معلوماتو پر اساس دغه پلاوی د طالبانو د مشر په لارښوونه مسوولیت لري تر څو له پاکستان نه بېرته راستنېدونکو کډوالو ته ننګرهار او نورو ټولو ولایتونو کې د سرپناه او نورې اړینې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي