۰
ایران د مسکو فارمټ غونډه کې طالبانو ته!

ټولګډونه حکومت جوړ کړی، په دې برخه کې ځنډ به د ټولو په زیان وي 

شنبی ۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او کابل کې د دغه هېواد سرپرست سفیر د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو غږ کړی، چې افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
ټولګډونه حکومت جوړ کړی، په دې برخه کې ځنډ به د ټولو په زیان وي 
د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او کابل کې د دغه هېواد سرپرست سفیر د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو غږ کړی، چې افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
 
حسن کاظمي قمي ویلي،  د افغانستان د اوسني لنډمهالي دولت لوی مسوولیت دی، چې له خپله نظره د ځینو دندو، له هغې ډلې د افغانستان د ټولو مېشتو قومونو د اړتیاو د تامین برخه کې پرېکنده او ګړندی عمل وکړي او د ټولو قومي، ژبنیو او جنسیتي ډلو حقوق خوندي کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې په وار وار د اساسي قانون د جوړلو، د جنسیتي تبعیض پرته د زده کړو حق، د سیاسي مشروعیت د جلب، د ټولو قومونو او مذهبونو د منلو او ګاونډیو د امنیت د تامین په اړه خبرې کړې او بیانیې یې ورکړې دي.

د وايي، د ایران له نظره د ټولینزو داخلي او سیمه ییزو اندېښنو د لرې کولو لپاره د ویناوو په پرتله ځواب ویل اړین دي.
 
کاظمي افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړلو غوښتنې ته په اشارې ویلي، په حکومت کې د ټولو قومونو ګډون د ټولو په ګټه دی، په دې برخه کې ځنډ کول هېڅ ښه نه دی، بلکې ستونزې به لا زیاتې کړي.
 
قمي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې په همدې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ټولو هېوادونو استازو ته ویلي، چې نه دوی د حکومتولۍ د بڼې په اړه چا ته کومه نخسه ورکړې او نه یې د هم نور هېوادونه طالبانو ته ورکوي.

طالبانو په وار وار دغه ډول څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، دا د افغانستان داخلي موضوع ده، چې ځان ته هر ډول حکومت جوړوي او په دې برخه کې څوک باید فرمایشونه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي