۰

بایډن پر غزه د اسرائيلو د ځمکنیو بریدونو د ځنډ غوښتنه کړې

شنبی ۲۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۰
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائيلو له مشرانو پر غزه د اسرائيلو د ځمکنیو بریدونو د ځنډ غوښتنه کړې ده.
بایډن پر غزه د اسرائيلو د ځمکنیو بریدونو د ځنډ غوښتنه کړې
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائيلو له مشرانو پر غزه د اسرائيلو د ځمکنیو بریدونو د ځنډ غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائيلو له مشرانو پر غزه د اسرائيلو د ځمکنیو بریدونو د ځنډ غوښتنه کړې ده.
 
بایډن ویلي، اسرائيل دې د غزې په تراډه ځمکني بریدونه ځکه وځندوي، تر څو حماس نور برمته کسان خوشي کړي.
 
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلېنکن ویلي، له ۲۰۰ څخه زیات بندیان په غزه کې شتون لري، چې باید ډول آزاد شود.
 
بلېنکن و د قطر له مرستو چې دوه امریکايي بندیان یې د حماس له خوځښت څخه راخوشي کړل مننه کړې ویلي یې دي په غزه کې د نورو امریکايي بندیانو د خلاصون لپاره زموږ هڅې دوام لري.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې اسرائيل د دفاع حق لري او دا کار باید د انساني قوانینو په چوکاټ کې تر سره شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د نظامي څانګې د قسام ګروپونو ویاند  د دوه امریکايي بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی دی.
 
د قسام ګروپونو په یوه بیانیه ویلي، دا اقدام مو کړی، تر څو د امریکا او نړۍ خلکو ته ثابته کړو، چې د بایډن او فاشیستي دولت ادعاوې رښتیا نه دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي